
د خبرونو وړاندیز، د فبروری ۱ نیټه، کال ۲۰۰۷
Pashto
Italiano
د افغانی سری میاشتی ټولنهُ د ایټالیا سور صلیب او د سنلس شورا په کابل کی د معتادینو د علاج او څارنی مرکز پرانیزی
د ایټالیا د سره صلیب رئیس وایی: " د روږدی کیدو پر مخ تلونکی کچی په نظر کی نیولو سره دا لازمه ښکاری چی په افغانستان کی په مخدره موادو روږدی کیدلو ته زیاته پاملرنه وشی"
په کابل کی د معتادینو د علاج مرکز په روم کی د ورته مرکز له مخی جوړ شوی دی
KABUL – کابل – نن په کابل کی د معتادینو د علاج او څارنی یو مرکز پرانیستل شو. دا مرکز چی "د نوی ژوند" په نامه یادیږی د ایټالیا د سره صلیب، افغانی سری میاشتی او د سنلس – افغانستان د افغانی نماینده ګی شریکه پروژه ده. دا مرکز په افغانستان کی د اعتیاد پرمخ تلونکی ستونزی سره مبارزه چی په راتلونکو کلونو کی د ایچ آی وی/ایډز د اپیډیمی دخوریدو سبب ګرځیدلی شی، خپل هدف ګڼی.
د ملګرو ملتونو سازمان یو وروستی رپورټ کی په افغانستان کی د معتادینو شمیره د یو ملیون شاو خوا کی – چی د ټول نفوس تقریبآ ۴ په سلو کی جوړوی – تخمین کړی ده چی تر یوی اندازی پوری له ګاونډیو هیوادو پاکستان او ایران څخه د مهاجرینو راستنیدو پوری تړلی ده چی په وروستیو کلونو کی د مخدره موادو استعمال په کی ډیر زیات شوی دی.
د سنلس شورا جوړوونکی او مشره نورین مکدونالد وایی: "په مخدره موادو روږدی کیدل په افغانستان کی د پاملرنی وړ خبره ده او مونږ هیلمن یو چی دا مرکز به وکړای شی چی د دی پر مخ تلونکی ستونزی سره په مبارزه کی افغانستان سره مرسته وکړی. ډاکټر ماسیمو بارا په روم کی د دوی په معالجوی مرکز کی دا ثابته کړی ده چی د مخدره موادو د روږدی کیدلو ستونزی په وړاندی کولای شو په بریالیتوب سره مبارزه وکړو. په کابل کی دغه مرکز هم په روم کی د هغوی د مرکز د موډل په اساس جوړشوی دی".
د ویلا ماراینی معالجوی ټولنه چی دیرش کاله وړاندی د ډاکټر بارا په واسطه جوړه شوی ده، له 700 څخه زیاتو ناروغانو علاج کوی. په کابل کی یاد شوی مرکز به د نورو مرکزونو تر څنګ چی دا مهال په کابل ښار کی کارکوی زیات شی او د حکومت او ملګرو ملتونو سره به په هیواد کی د مخدره موادو ننګونی (چیلینج) ته د رسیدلو په برخه کی مرسته وکړی. د دی مقصد لپاره د افغانی سری میاشتی یو شمیر ډاکټران، نرسان او د ټولنی کارکونکی د خاصو زده کړو لپاره په ایټالیا کی د ویلا ماراینی مرکز کی تربیه شوی دی. ټاکل شوی ده چی د ویلا ماراینی مرکز څخه به یو ټیم په کابل کی د پرانستل شوی مرکز سره د مرستی لپاره کابل څخه لیدنه کوی.
ډاکټر بارا وایی: "ما د مخدره موادو د معتادینو د علاج له دیرشو کلونو تجربی څخه دا خبره زده کړی ده چی د مخدره موادو د معتادینو درک کول او دوی سره همدردی د معتادینو سره د مرستی ښه لاره ده څو وکړای شی د خپل اعتیاد په وړاندی مبارزه وکړای شی. هغه شرم چی د مخدره موادو د روږدی کیدلو سره تړلی دی، دا معتادین دی ته اړ باسی چی د شدید ضرورت په صورت کی هم له مشوری او مرستی غوښتلو نه ډډه وکړی. مونږ د ویلا ماراینی په مرکز کی هڅه کوو چی دوی درک کړو او دوی سره مرسته وکړو تر څو چی د ژوندانه د ستونزو سره مبارزه وکړی."
د زرقی مخدره موادو استعمال – په افغانستان کی یو نوی خطر
د مخدره موادو زرقی ډول استعمال د اعتیاد د نورو ستونزو تر څنګ افغانستان یو بل جدی خطر سره مخ کوی چی د ایچ آی وی/ ایډز خطر دی.
نورین مکډونالډ وایی: "زیات شمیر مهاجر چی هیواد ته راستنیږی له زرقی هیروئنو څخه کار اخلی چی د ایچ آی وی/ ایډز د انتقال ستر خطر له ځانه سره رامنځ ته کوی. د تاریخ له لحاظه په افغانستان کی د زرقی هیروئینو رواج کله هم موجود نه و."
د زرقی مخدره موادو استعمال – په افغانستان کی یو نوی خطر
د مخدره موادو زرقی ډول استعمال د اعتیاد د نورو ستونزو تر څنګ افغانستان یو بل جدی خطر سره مخ کوی چی د ایچ آی وی/ ایډز خطر دی.
نورین مکډونالډ وایی: "زیات شمیر مهاجر چی هیواد ته راستنیږی له زرقی هیروئنو څخه کار اخلی چی د ایچ آی وی/ ایډز د انتقال ستر خطر له ځانه سره رامنځ ته کوی. د تاریخ له لحاظه په افغانستان کی د زرقی هیروئینو رواج کله هم موجود نه و."
ډاکټر بارا وایی: "د هیروئینو د زرق په مهال له ستنو او سرینجونو څخه شریکه استفاده د ایچ آی وی ویروس د انتقال ثابته شوی لاره ده. که مونږ غواړو چی دغه ستونزه ودروو چی افغانستان ورسره مخ دی، په افغانستان کی د مخدره موادو معتادینو علاج ته سخت ضرورت لرو. سره میاشت او سور صلیب خپله بشری دنده ګڼی چی له خطر سره مخ ټولنو څخه ساتنه وکړی. سربیره پر دی افغانستان هغه هیواد دی چی باید ورته ډیره زیاته پاملرنه وشی".
په تیرو دوو کلونو کی د سنلس ساحوی کارکونکو په کابل، هرات، لښکرګاه (هلمند) او کندهار ښارونو کی داسی شواهد تر لاسه کړی چی د هیروئینو د پر مخ تلونکی استعمال ښکارندوی دی.
میرمن مکډونالډ وایی: "هغه راستانه شوی خلک چی په دی سیمو کی د کار لپاره راځی، په افغانستان کی د ایډز د اپیډیمی ګانو لپاره زمینه برابروی".
افغانستان د "ایچ آی وی پر بم" ولاړ دی
د دی لپاره چی افغانستان کی د ایچ آی وی ستونزی مخ نیوی وکړو کولای شو چی د ګاونډیو هیوادو څخه درس واخلو. په ایران کی د مخدره موادو زرقول په وروستیو څو کلونو کی ډیر زیات شوی دی چی دی سره د ایچ آی وی/ ایډز په واقعاتو کی هم د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۵ کلونو په دوره کی لس برابره زیاتوالی راغلی دی چی زیاته برخه یی هغه خلک تشکیلوی چی زرقی مخدره مواد اخلی. په ازبکستان کی د وریدی لارو څخه د مخدره موادو زرقیات په تیرو لسو کلونو کی لس برابره زیات شوی چی د ایډز په واقعاتو کی د ۲۰۰ ځله زیاتوالی سبب ګرځیدلی دی.
میرمن فاطمه ګیلانی، د افغانی سری میاشتی رئیسه وایی: "که مونږ په چټکۍ سره عمل وکړو کولای شو چی د ایچ آی وی/ ایډز خپریدل په افغانستان کی ودروو. مونږ امید لرو چی دا مسئله به نه یواځی په کابل کی د معتادینو شمیر کم کړی بلکه د ایچ آی وی/ ایډز ستونزه چی افغانستان تهدیدوی به هم ودروی".
د پاک سرینج د بدلولو او د میتادون Methadone رواجول په علاج کی هغه موثری او ارزانه لاری دی چی د ویلا ماراینی د مرکز له خوا د مخدره موادو د استعمال سره مبارزه او د ایچ آی وی/ ایډز ودرولو کی ورڅخه کار اخیستل کیږی.
د ډاکټر بارا د خبرو په اساس: "د هیروئینو معاوضه د میتادون سره د روم په ویلا ماراینی مرکز کی ډیر موثر ثابت شوی دی".
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول دفتر له خوا د افغانستان د مخدره موادو د استعمال سروی لپاره لینک
http://www.unodc.org/pdf/afg/publications/afghanistan_drug_use_survey_2005.pdf
ICOS
د سنلس شورا د فکر یوه نړیواله ځیرمه ده چی په کابل، لندن، پاریس او بروسل کی دفترونه لری. د دی شورا د کار ساحه د بهرنیو، امنیت، پرمختګ او مخدره موادو سره د مبارزی پالیسی ګانی په بر کی نیسی چی هدف یی په دی برخو کی د تحلیلونو او مبتکرانه وړاندیزونو معرفی کول دی. هغه لوی پروګرام چی اوس دوی په کابل کی ورباندی کار کوی د مخدره موادو سره مبارزی پالیسی، نظامی پالیسی ، د پرمختګ پالیسی او د افغانستان د بیا ودانولو کوښښونو تر منځ اړیکو په هکله ساحوی تحقیق په اړه د پرمختګ په نړیواله پالیسی متمرکز دی.
سنلس – افغانستان په لښکرګاه او کندهار کی بیلا بیل دفترونه لری.
د اړیکو شمیره:
ابهت الله اکبر زاد (دری و پښو)
دفتر : +93 (0) 75201 9636
موبایل : +93 (0) 701 654 19
akbarzad@senliscouncil.net
English
Julian Mattocks (ICOS Afghanistan)
Office : +93 (0) 75201 9636
Mobile : +93 (0) 797472439 /+93 (0) 797472415

Europe
Jane Francis
Office +33 1 49 96 63 70
Mobile +33 6 60 26 19 82
|